د اې اېف پي خبري اژانس د غزې د جګړې له پیل شاوخوا یو کال وروسته، د اسرائیلو د ریزرفي ځواکونو د “سختې ستړیا” په اړه راپور خپور کړی.

راپور کې راغلي؛ لبنان کې د صهیونستي رژیم له ښکېل کېدو وروسته د یاد هېواد د ریزرف ځواکونو د خدمت موده غځول شوې چې ګڼ شمېر پوځیان یې له دې حالته شکایت او له جګړې د وتلو غوښتنه کوي.

د صهیونستي پوځ د ریزرف ځواکونو یوه سرتېري “اریل سري لوی” په ټولنیزې شبکې کې لیکلي، “موږ ډوبېږو”، د هغه دا پوست په ټولنیزو رسنیو کې په سلګونو زره ځله بیا شریک شوي.

هغه په دې پوسټ کې ویلي؛ د اکټوبر له اوومې نېټې راهیسې “څلور ځله” جبهې ته بلل شوی. ایرل سری لوی پر ټولو هغو کسانو سختې نیوکې کړې چې غواړي په لبنان کې عملیاتو ته دوام ورکړی.

هغه لیکلي خپل هېواد ته په خدمت باور سره سره، موږ باید دا جګړه پای ته ورسوو، موږ ته نور توان نه دی را پاتې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version