د “تحریک طالبان پاکستان” غورځنګ ادعا کړې، چې د حافظ ګل بهادر ډلې د مجاهدینو په ملتیا یې د خیرپښتونخوا د بنو ولسوالۍ په بکاخېل سیمه کې پر پاکستاني ځواکونو مرګونی برید کړی دی.

د معلوماتو له مخې په دغه بریدکې یو لوړ پوړی پوځي افسر وژل شوی او د هغه مرستیال ژوبل شوی دی.

په یاد برید کې ۲ تنه نور عسکر هم وژل شوي او پاتې نور پوځیان له سیمې په تیښته بریالي شوي دي.

پاکستاني طالبان د پښتونخوا په سرحدي سیمو کې د امنیتي او پوځي ځواکونو پرضد په مکرر ډول خپلو بریدونو ته دوام ورکړی، چې په یادو سیمو کې یې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې ډېري کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version