د صهیونیستي رژیم پوځ تېره شپه د لبنان په جنوب صیدا ښار کې د فلسطیني کډوالو پر عینالحلوة پنډغالي هوایی برید کړی.
د لبنان روغتیا وزارت ویلي، چې په دې برید کې لږ تر لږه ۱۴ تنه شهیدان او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.
لبناني رسنیو راپور ورکړی، چې په دې برید کې د فوټسال یو لوبغالی په نښه شوی.
د صهیونیست رژیم پوځ تر دې جنایت څو ساعته وروسته وویل، چې د حماس غورځنګ یو روزنیز مرکز یې هدف ګرځولی دی.
حماس د یاد رژیم ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې یاد غورځنګ د فلسطیني کډوالو په کمپونو کې هیڅ راز روزنیز مرکزونه نهلري او شهید شوي کسان هم عام فلسطینیان دي.
