ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د لبنان پلازمېنه بیروت کې پر «راماډا» هوټل د صهیونیستي رژیم هوايي برید کې څلور ایراني ډیپلوماتان وژل شوي دي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي، امیر سعید ایرواني په دې اړه د ملګرو ملتونو عمومي منشي او امنیت شورا ته لیک استولی او یاد برید یې تروریستي عمل بللی دی.

د لبنان د روغتیا وزارت د تېرې یکشنبې په ورځ ویلي وو، چې پر راماډا هوټل برید کې څلور کسان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version