د راپورونو له مخې نن یکشنبه د لغمان مرکز اړوند کله کوټ سیمه کې د یو مارسیډیز او دوه هندو ریکشو د ټکر له امله ‏۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د معلوماتو له مخې په دغه ترافیکي پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵ تنه شهیدان شوي او ۱۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د پېښې له ځایه ټپیان د لا ښې درملنې لپاره د مهترلام سیمه‌ییز روغتون ته انتقال شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version