کورنيو چارو وزارت وايي، “د لغمان نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو تېره یوه میاشت کې ۱۱ تنه د نشه یي توکو د پلور، کارولو او لېږد په تړاو نیولي دي.”
خبرپاڼه کې ويل شوي، نيول شوي کسانو سره ۵۵ کیلو ګرامه شیشه، یوه اندازه هیرویین، چرس، تریاک او یو فلډر موټر هم نيول شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو څو ورځو کې لسګونه کسان د نشه يي توکو او جنائي جرمونو په تړاو نيول شوي دي.