د افغان حکومت د تش په نوم مخالفو ډلو فعالیتونه په آسیا او اروپا کې د خپلې استخباراتي بڼې خپلولو له امله ځينې وخت د پام وړ ګرځي. مخالفینو په اروپايي هېوادونو، ايران، پاکستان او ځینو نورو اسیايي هېوادونو کې يې د بهرنیو استخباراتي سازمانونو په ملاتړ ناستې، غونډې او سیاسي تحرکات ترسره کړي دي. په دغو ناستو کې چې ظاهراً د بدلون، همغږۍ او راتلونکي لپاره د نويو لارو جوړولو په عنوان جوړېږي، عنوانونه یې تر ادعاوو او شعارونو پورې محدود دي، ځکه د دغه ډلو موخې بدلې دي.
سره له دې چې ځینې سیمه ییز هېوادونه، په ځانګړې توګه د پاکستان پوځي رژیم اوس د دې نیابتي ډلو د ملاتړ ډګر ته ښکته شوی او غواړي دغه ډلې د خپلو شومو موخو او سیمې د ناامنه کولو لپاره وکاروي، مګر بیا هم کومې پایلې ته لا هم نه دي رسېدلي. اصلي پوښتنه دا ده، چې ولې د مخالفو ډلو له دومره هڅو او ناستو باوجود لا هم نه دي توانېدلي چې خپلو اهدافو ته نږدې او عملي اقدام وکړي!؟
واک ته د نوي افغان حکومت له رسېدو سره، یو شمېر پخوانیو نظامي او سیاسي څېرو چې لاسونه يې د مظلومو افغانانو په وينو سره دي، له بهرنيو يرغلګرو سره بهر ته وتښتېدل. همدا څېرې اوس ځانونه د افغان حکومت مخالفین بولي، په بېلابېلو نومونو او چوکاټونو کې د پاشلو ډلو په بڼه راڅرګند شوي دي. دغو ډلو له پیله هڅه کول چې نړيوال او سيمه ييز ملاتړ تر لاسه کړي، چې د دې لپاره دوی پراخ سیاسي او ډیپلوماټیک فعالیتونه وکړل. په تېرو پنځو کلونو کې د اروپا په بېلابېلو هېوادونو کې له نړيوالو استخباراتي سازمانونو سره ناستې، کنفرانسونه او سیاسي لیدنې ترسره شوې دي، تر څو غربي او نړيوال استخبارات وهڅوي چې پر افغانستان یو ځل بیا نظامي يرغل وکړي او د غلا، بربریت، وحشت او ظلم لپاره یو ځل بیا همدوی واکمنان کړي.
د يادو ډلو هدف دا و چې په نړيوالو غونډو کې د افغان حکومت هغه څېره وړاندې کړي، چې د دوی په اذهانو کې تحریف شوې ده، تر څو خپل لوېدلی تفکر او ناسمې غوښتنې پر افغانانو د پردي ټوپک په زور تحمیل کړي. مګر نړيوالو زبرځواکونو د دوی پر بې ځايه او پوچو شعارونو باور نه دی کړی، ځکه واقعیتونه نړیوالې ټولنې او ټولو هېوادونو ته څرګند دي. اوسنی حکومت د افغان ولس پراخ ملاتړ لري، په افغانستان کې یې سرتاسري امن تأمین کړی او د یو واقعیت په توګه واکمني کوي. حکومت د پرمختګ او ثبات په لور عملي ګامونه اخیستي دي. برعکس مخالفې ډلې بیا د خپلو شعاري ناستو او بهرنیو اړیکو پر بنسټ یوازې هڅه کوي چې د افغان حکومت پر وړاندې پوچ تبليغات وکړي، څو واقعیتونه برعکس وښيي.
له بلې خوا په دې وروستیو کې ځینو استخباراتي سازمانونو، په ځانګړې توګه آیایسآی له مخالفو ډلو او نیابتي کړیو سره په اړیکه کې شوی او دوی ته یې د اجنډا د ورکړې لپاره یو شمېر ناستې جوړې کړې دي. د راپورونو پر بنسټ، په دغو ناستو کې تر ډېره پر تبلیغاتي مسایلو بحثونه کېږي، چې تر دې مهاله یې هېڅ عملي نتیجه نه ده ورکړې. وروستۍ ناسته په لندن کې په داسې مهال کېږي چې پاکستان د افغانستان پر خاوره بمونه اوروي، ماشومان او ښځې شهيدانوي. په داسې حساس وخت کې له آیایسآی سره ناسته د دغو بمباریو د تائید او ستاینې په معنی ده.
افغان ولس د هېواد اذلي دښمنان ښه پېژندلي چې يواځې تعصب، غلا، وحشت او د پرديو غلامي يې لومړی او وروستی انتخاب دی. ولس باید لا نور اګاه واوسي چې همدا د هېواد دښمنان اوس هم هڅه کوي، ترڅو په افغانستان کې شته امن او ثبات زیانمن کړي، خو هېڅکله به دغه شومې موخې ته ونه رسېږي، ځکه دوی اوس نړیوالې ټولنې او ولس ته اعتبار بایللی.
د افغان حکومت مخالفين په خپلو پلانونو کې ناکام دي، ځکه دوی لا هم نه دي توانېدلي چې تر یو واحد سیاسي چتر لاندې راټول شي، دا مهال هره ډله ځان ته جلا اجنډا، دریځ، لیدلوری او پالیسي لري او همدا جدايي د دې لامل شوې چې نړیوال پرې د باور کولو جرئت نشي کولای. د دوی فعاليتونه د غرب او سيمه ييزو هېوادونو د ملاتړ ترلاسه کولو پر محور راڅرخي، خو شواهدو ښودلې چې نړۍ نور له دغه ډلو ملاتړ نه کوي.
د افغان حکومت ځینې مخالفین چې ځانونه د مخالفت مخکښان بولي، په عین وخت کې د داسې یوه استخباراتي سازمان(آیایسآی) دروازې ټکوي چې تل يې د افغانستان دښمني کړې، لسيزې يې په افغانستان کې اور بل کړی، سياست يې يوازې په سیمه کې د بې ګناه انسانانو د وينو پر تويولو او منافقت ولاړ وي، همېشه يې د مسلمانانو په وړاندې جګړې د غرب په خوښه کرايه کړي چې له دې سازمان سره نږدې اړیکو د افغان حکومت د مخالفو ډلو د خپلواک فکر او ارادې دعوه هم ننګولې ده. دا د مخالفینو په کړنو او ادعاوو کې یو ښکاره تضاد دی چې له یوې خوا د افغانستان د ښه راتلونکي شعار ورکوي او له بلې خوا د داسې چا(پاکستان) ملاتړ ترلاسه کوي چې خپله د ستونزې ريښه ګڼل کېږي.
مخالفې ډلې چې لا هم د جګړې او تقابل خبرې کوي، باید پوه شي چې افغان ولس له جګړو ستړی شوی دی. له څو لسیزو پرله پسې ناامنۍ، بې ثباتۍ او قربانیو وروسته، د افغانانو لومړیتوب جګړه نه، بلکې سوله، ثبات او امن دی. هغه ډلې چې لا هم د جګړې له زاویې سیاست ته ګوري، په حقیقت کې د ولس له واقعي غوښتنو څخه لرې شوې دي، ځکه افغانان نور د جګړې نه، بلکې د ارام، باعزته او با ثباته ژوند هیله لري.
په تېرو پنځو کلونو کې د افغان حکومت د مخالفو ډلو هڅې، ناستې او اړیکې ښيي چې دوی يوازې د جعلي واک لېوني دي، دوی پرديو ته د خدمت، د پرديو استخباراتو د شومو موخو عملي کولو او د افغانانو د وینې تويولو هېله لري. خو ښکاري چې دغه ناستې یوازې د شعارونو تر کچې محدودې دي. د مخالفینو د واحدې رهبرۍ نشتوالی، داخلي اختلافات، د ولس نه ملاتړ او پر بهرنیو لوریو افراطي تکیه هغه اساسي عوامل دي چې دوی یې له ناکامۍ سره مخ کړي. په سیمه کې به له پاکستان سره استخباراتي اړيکې نور هم دوی د انزوا لور ته بوځي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


