Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»له افغانستان سره د بشري مرستو د بندولو کمپاین کوونکي څوک دي؟
    لیکني

    له افغانستان سره د بشري مرستو د بندولو کمپاین کوونکي څوک دي؟

    صابر افغانصابر افغان25 دسمبر 2025څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    افغان ولس د جمهوریت په تېره شل کلنه دوره کې، د جنګ‌سالارانو او د دې فاسدې واکمنۍ د نورو بدنامو څېرو له لاسه بې شمېره تاوانونه، دردونه او کړاوونه وګالل، په دې ټوله موده کې یې د دوی د واکمنۍ تر سیوري لاندې یوه ښه ورځ هم ونه لیده.

    په پای کې جمهوریت را وپرځېده، د هېواد خاینان وتښتېدل او د نوي بادار په لټه کې بې کوره شول. که څه هم تمه دا وه چې د دې بدنامو څېرو تېښته به د دوی له لاسه خلکو ته د رامنځته شویو بدمرغیو پای وي، خو له بده مرغه د هغوی یو شمېر لا هم شپه او ورځ دې ملت ته د زیان رسولو هلې‌ ځلې کوي.

    له دې ډلې څخه یو هم امرالله صالح دی؛ هغه څوک چې د جمهوریت د مهال تورې، ناکامې او شرموونکې سیاسي کارنامې لري. صالح یوازې اوس نه، بلکې د جمهوریت د نسکورېدو له لومړۍ ورځې یې په دوامداره توګه هڅه کړې چې هر څنګه وي پر افغان ولس فشار راولي، عامه ذهنیت ګډوډ کړي او د رواني جګړې، بندیزونو، کړکېچ او بې‌ ثباتۍ له لارې د خپلې سیاسي ماتې غچ له ټول ملت څخه واخلي.

    د افغانستان پر خلکو د فشار رواستلو لپاره د صالح له هڅو څخه یوه یې هم د امریکا د بشري مرستو د بندولو ناکامه هڅه ده؛ هغه مرستې چې د جمهوریت پر مهال هم افغانستان ته راتلې، خو په هغه وخت کې یې لویه برخه د صالح او د هغه د څنګلورو جېبونو ته لوېده، خو اوس د ولس د زخمونو څه ناڅه درملنه کوي، کوم زخمونه چې په تېر شل کلن اشغال کې د امریکا او د هغې د اجیرانو له لوري افغان ملت ته ورکړل شوي.

    د دې ناکامو هڅو تر شا، د سیاسي څېرو او د هغوی د بهرنیو ملاتړو یوه څرګنده شبکه ولاړه ده چې په افغانستان د بشري مرستو د بندولو کمپاین رهبري کوي. د دې شبکې په سر کې یو ځل بیا د امرالله صالح نوم راڅرګندېږي؛ هغه څوک چې په وروستیو اوونیو کې یې څو ځله هڅه کړې د امریکا د بشري مرستو ماهیت تحریف کړي او د جعلي نومونو او رنګونو په ورکولو سره، د تصمیم نیوونکو بنسټونو ذهنیت او عامه افکار مغشوش کړي.

    صالح د همدې تبلیغاتي فضا له لارې هڅه کوي داسې انځور وړاندې کړي چې ګواکې دا مرستې د خلکو لپاره نه، بلکې یوه سیاسي وسیله ده، چې په پایله کې د افغانستان حکومت ته رسېږي. دا ادعا د افغانستان د واقعي میداني شرایطو د انعکاس پر ځای، تر ډېره د نوموړي د سیاسي ناکامۍ، مایوسۍ او بې‌ وسۍ څرګندونه ده.

    د صالح ترڅنګ، د امریکا د کانګرس غړی او د مقاومت ډلې ملاتړی «ټیم بورچیټ» هم د دې کمپاین د یوه مټ په توګه راڅرګند شوی دی. بورچیټ د ورته ادعاوو په تکرار او کانګرس ته د یوې طرحې په وړاندې کولو سره هڅه کړې چې افغانستان ته د بشري مرستو د لېږد بهیر ودروي.

    خو راپورونه وایي چې دا هڅې د ځینو امریکایي څېرو، په ځانګړي ډول د افغانستان لپاره د امریکا د پخواني استازي ټام وېسټ، له مخالفت سره مخ شوې او تر دې دمه یې کومه عملي پایله نه ده لرلې.

    سربېره پر دې، د صالح په نږدې کړۍ کې څو نورې کمې پېژندل شوې امریکایي څېرې هم شته چې زیاتره د مجازي پلټ فارمونو لکه «ایکس» له لارې هدفمند مطالب خپروي او د بشري مرستو په اړه شکونه رامنځته کوي.

    دا کسان په پوره همغږۍ سره، له یوې خوا په افغانستان کې د بې وزلۍ، بېکارۍ او خراب اقتصادي وضعیت په اړه خبرې کوي، خو بل پلو بیا پر همدې مرستو سختې نیوکې کوي چې کولای شي د دې ناورین یوه برخه را کمه کړي. د بشري مرستو په تړاو دا ښکاره تضاد، د دې کمپاین اصلي نیت په ښه ډول بربنډوي.

    دې بدنامو هڅو غبرګونونه هم له ځان سره درلودلي دي، د بېلګې په توګه د جمهوریت پر مهال د دفاع وزارت پخواني چارواکي «شاه محمود میاخېل» په څرګند ډول پر دې کمپاین نیوکې وکړې.

    که څه هم شاه محمود میاخېل په مستقیم ډول د امرالله صالح نوم نه دی اخیستی، خو په ډاګه یې ویلي چې د دې ډول هڅو شاته ولاړ کسان د افغانستان د خلکو رښتیني خیر غوښتونکي نه دي. د نوموړي په وینا، دا کسان په هېواد کې کورنۍ نلري چې د دې فشارونو خوند وڅکي. میاخېل ټینګار کوي چې دا ډول خوځښتونه د خلکو له کړاوونو سیاسي ګټه اخیستنه او په افغانستان کې د بشري کړکېچ لا ژورول دي.

    په پایله کې ویلای شو چې د بشري مرستو د بندولو کمپاین د خلکو د خیر او هوساینې لپاره نه، بلکې د جمهوریت د ماتې خوړلیو څېرو د انتقامي سیاسي پروژې یوه برخه ده؛ هغه پروژه چې موخه یې له افغانستان سره مرسته نه، بلکې د سیاست صحنې ته د بېرته ستنېدو لپاره د خلکو د ژوند برمته کول دي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهنامعلومو کسانو ايران کې د مقاومت جبهې مهم مشر جنرال اکرام الدين سريع وژلی
    راتلونکي مقاله هند کې لاریون پر تاوتریخوالي اوښتی؛ دوه کسه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي

    مربوطه لیکنې

    پنځه روایتونه او واقعیتونه؛ د تبلیغاتي جنګ او فکري برلاسۍ ابزار

    11 جنوري 2026

    د سریع ترور او د مخالفینو د بد برخلیک احتمالي سناریوګانې

    8 جنوري 2026

    د مقاومت ډلې د روڼ سهار دروغجنې وعدې او د بدمرغو ماښامونو واقعیت

    7 جنوري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 11 جنوري 2026

    تېره ورځ له ګاونډیو هېوادونو ۴۵۲ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    ‏د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ (شنبه) ۴۵۲…

    هرات کې له پولې د غیر قانوني اوښتو په تور څه باندې ۵۰۰ کسان نیول شوي

    11 جنوري 2026

    ډیلي مېل: ټرمپ د امریکا ځانګړو ځواکونو ته امر کړی چې پر ګرینلنډ د برید طرحه چمتو کړي

    11 جنوري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    تېره ورځ له ګاونډیو هېوادونو ۴۵۲ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    11 جنوري 2026

    هرات کې له پولې د غیر قانوني اوښتو په تور څه باندې ۵۰۰ کسان نیول شوي

    11 جنوري 2026

    ډیلي مېل: ټرمپ د امریکا ځانګړو ځواکونو ته امر کړی چې پر ګرینلنډ د برید طرحه چمتو کړي

    11 جنوري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،102 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،051 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،111 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.