په دې وروستیو کې یو ځل بیا ځینې کړۍ او اشخاص د «افغان هویت» موضوع قصداً په داسې ډول مطرح کوي، چې له لارې یې د افغانیت له تاریخي، حقوقي او ټولنیز مفهوم څخه انکار کوي. دا بحث نه نوی دی او نه هم تصادفي دی، بلکې تر شا یې سیاسي عقدې، هویتي بحران او له تاریخي واقعیتونو ناخبري پرته ده. د هویت موضوع تر ډېره د هغو خلکو له خوا مطرح کېږي، چې د بهرنیو استخباراتو تر نفوذ لاندې دي، غواړي د هویت مسئله د نورو په ګټه وڅرخوي او افغانستان د دغه هویت په له منځه وړلو سره د تجزیې په لور یوسي.

د افغان هویت مخالفین دا مهال هغه عقدوي سیاستوال او د هغوی ناپوه پلویان دي، چې له افغان حکومت سره د دښمنۍ په پلمه، د افغانستان د تجزیې غوښتنه منعکس کوي، دوی فکر کوي چې د افغان هویت په له منځه وړلو او تجزیې سره کولی شي جلا، جلا واکمنۍ جوړې کړي او اوسنی مرکزي حکومت وپرځوي. مخالفین افغان هویت ته د احساساتي محصول په سترګه ګوري، نه د تاریخ، جغرافیې او ملي یووالي په سترګه. افغان هویت د افغانستان په جغرافیه کې د مېشتو اتباعو له ګډ برخلیک سره تړلې موضوع ده او له پېړیو راهیسې د دې خاورې د ټولو اوسېدونکو ګډ تعریف پاتې شوی دی.

له تاریخي پلوه، د «افغان» نوم او هویت د دې خاورې لپاره یوازې د یوې ژبې یا قوم نمایندګي نه کوي، بلکې د یو سیاسي او جغرافیایي هویت په توګه د نړیوالو تاریخي سرچینو، نقشو او رسمي اسنادو برخه ده. د اسلامي دورې له تاریخ‌ لیکونکو نیولې تر معاصرو نړیوالو اسنادو پورې، افغانستان د یو مستقل هېواد او افغان د هغه د تابعیت د نوم په توګه پېژندل شوی دی. له دې واقعیت څخه انکار، یو علمي نقد نه دی، بلکې په اصل کې پر مستندو تاریخي حقایقو سترګې پټول دي.

له حقوقي اړخه، افغانیت د افغانستان د تابعیت رسمي نوم دی. د هېواد په ټولو قوانینو او هویتي اسنادو کې «افغان» د افغانستان د ټولو اتباعو لپاره کارول شوی، پرته له دې چې ژبني، قومي یا مذهبي توپیر یې په پام کې نیول شوی وي. دا هغه اصل دی چې په معاصرو دولتونو کې د ملي هویت بنسټ جوړوي. څوک چې له افغان هویت څخه انکار کوي، په حقیقت کې د تابعیت له مفهوم سره ستونزه لري، نه یوازې له یوې کلمې سره.

له ټولنیز او واقعي اړخه، د افغانستان ټول قومونه د همدې هویت تر چتر لاندې له ګډو خوښیو، غمونو، جګړو او قربانیو تېر شوي دي. د دې خاورې هر قوم د خاورې د جوړښت، دفاع او بقا برخه پاتې شوي دي. د افغانیت ردول د همدې ګډ تاریخ، ګډ درد او ګډ برخلیک ردول دي، چې دا کار نه د افغانانو په ګټه دی او نه هم د دې خاورې په بقا کې رول لوبولی شي.

له سیاسي پلوه، مخالفین له افغان هویت انکار د ملي یووالي د له منځه وړلو لپاره هم وسیله ګرځوي. دا ډول بحثونه عموماً هغه مهال راژوندي کوي چې مخالفي ډلې د بهرنیو سیاسي موخو او شخصي ګټو د تأمین لپاره د افغان ټولنې په ټوټه کولو کې وویني.

افغان هویت، په افغانستان کې په هیڅ مشخصې ژبې، کلتور یا ځانګړي قوم پورې اړوند نه دی او نه هم دغه هویت د یو خاص قوم د برلاسۍ سمبول دی، دا د یو تاریخي ملت ګډ هویت او نوم دی. افغان ملت باید هیڅ چا ته اجازه ورنکړي چې د افغان حکومت مخالفین د بهرنیو سیاسي ګټو او خپلو شخصي ګټو د تأمین لپاره، د یوه تاریخي هویت او په واقعیت کې د ملي یووالي په وړاندې ودرېږي. مخالفین نه باید له حکومت سره د دښمنۍ په پلمه، له تاریخي واقعیتونو سره دښمني وکړي.

د افغانانو ترمنځ اسلام د یو مشترک دین په توګه او ورپسې پر افغان هویت، د افغانستان د وکړو راټولېده د دې لامل و چې دې مؤمن او مجاهد ملت په یوه پېړۍ کې دریو زبرځواکونو ته ماتې ورکړه، درې ځله یې خپلواکي ترلاسه کړه او دا مهال د یو مرکزي حکومت په شتون کې، د دې هویت ټول برخوال د اسلامي نظام له مزایاوو برخمن دي او عزتمندانه ژوند کوي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version