د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې نورالدین عزیزي، د ایران د درملو تولید لويو شرکتونو له مسوولینو سره، افغانستان ته د باکیفیته درملو د واردولو او د بې‌کیفیته او تقلبي درملو د مخنیوي پر لارو چارو خبرې کړې دي.

د ایراني شرکتونو مسوولینو هم په افغانستان کې د خپلو شرکتونو د څانګو پرانیستلو او د خامو کیمیاوي موادو پر تولید چمتووالی ښودلی دی.

همدا رنګه د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر، د يادو شرکتونو د پروګرامونو هرکلی کړی او ويلي يې دي چې اوسمهال افغانستان ته د باکیفیته درملو پر وارداتو هېڅ ډول محدودیت او بندیز نشته او له هغوی څخه یې غوښتي دي چې راشي او په افغانستان کې دې پانګونه وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version