شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp بهرنیو چارو وزارت وایي، په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره کتلي. د یاد وزارت په وینا، دې کتنه کې د دوهاړخیزو مسائلو په ځانګړې توګه د افغان کډوالو د ایستلو په تړاو خبرې شوې دي. مولوي امیرخان متقي په دې کتنه کې د ګرمۍ په دې سخته څپه کې له ایران څخه په ډلهییزه توګه د افغان کډوالو پر اېستلو خواشیني ښودلې او ټینګار یې کړی، چې دغه موضوع دې له لوړ پوړو ایراني چارواکو سره شریکه او د ښه ګاونډیتوب له مخې باید د کډوالو راستنولو ته یو مېکانیزم جوړ شي. ښاغلي متقي دغه راز د ایران او اسرائیلو ترمنځ اوربند د سیمې په ګټه بللی او ټینګار یې کړی، چې په راتلونکې کې دې مسائل په داسې شکل مدیریت شي، چې د کړکېچ لامل نه شي. له بل لوري د ایران سفیر ډاډ ورکړی، چې د کډوالو موضوع به له خپل دولت سره شریکه کړي او د ستونزو د حل برخه کې به جدي اقدام ترسره کړي.
د اسلامي نړۍ علماوو ټولنه: د معتادینو پر روغتون برید ستر جنایت او له اسلامي قوانینو ښکاره سرغړونه ده18 مارچ 2026
د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ: کابل کې د روږدو درملنې پر روغتون برید باید په شفاف ډول وڅېړل شي او عاملين یې حساب ته راکاږل شي18 مارچ 2026