د جمهوري رژیم له ړنګېدو راهیسې، هره ورځ د افغانستان د نوي حکومت پر مخالفینو دایرې تنګېږي او په مقابل کې یې، نه یوازې ګاونډیو هېوادونو بلکې سیمهییزو او حتیٰ اروپایي هېوادونو هم بېله تګلاره غوره کړې او د افغانستان له حکومت سره یې د تعامل لار خپله کړې ده.
په دې وروستیو کې، تاجکستان هم چې له افغانستان سره یې د تعامل لاره خپله کړې، د نورو قدرتونو په پیروي یې د جمهوریت بدنامې څېرې له خپل هېواده شړلي دي او د دواړو هېوادونو د رسمي پلاوو ترمنځ په وروستیو لیدنو کتنو کې ویلي، چې د افغان حکومت هېڅ مخالف ته به په دغه هېواد کې د فعالیت اجازه ورنه کړل شي.
وروسته له هغه چې هندوکشغږ داسې راپورونه خپاره کړل چې د مقاومت جبهه له ایران څخه پاکستان ته لېږدول شوې ده، اوس رسنۍ خبر ورکوي چې د جنبش ګوند اوسنی مشر نظامالدین قیصاري هم ایران پریښی دی. که څه هم د قیصاري اوسنی منزل نامعلوم دی، خو پوهان په دې باور دي چې د دې سفر پای به پاکستان ته ورسېږي.
له ایران څخه د نوي افغان حکومت د مخالفینو د وتلو، د لاملونو په اړه ویلای شو چې دې هېواد هم په ښکاره ډول د نورو هېوادونو په څېر ګام اخیستی او غواړي له افغان حکومت سره د تقابل پر ځای، د تعامل له لارې پر مخ ولاړ شي. له همدې امله یې د پرځېدلي جمهوریت د تښتېدلو کسانو غوښتنه رد کړې او دوی یې مجبور کړي چې د ژوند لپاره بل هېواد غوره کړي.
له بلې خوا، ویلای شو چې پاکستان له افغانستان سره د وروستیو کړکېچونو له امله، اوس د جمهوریت د پاتېشونو په راټولولو پسې را وتلی او هغه بدنامې څېرې چې له نورو هېوادونو شړل شوې دي، استخداموي؛ هماغه کسان چې یو وخت یې د افغانستان د خلکو ترمنځ د محبوبیت ترلاسه کولو لپاره، خپل ځانونه د پاکستان سخت دښمنان معرفي کول، اوس یې د دغه هېواد د غلامۍ طوق په غاړه کې اچولی دی.
له تاجکستان او ایران څخه د جګړه مارانو او جمهوریت د تښتېدلو کسانو د بیړني وتلو په اړه ویلای شو چې د دې څېرو بېکاري، د نوي حکومت په وړاندې د دوی ناتواني، له دې خلکو څخه د افغانستان د خلکو بې حده کرکه او په پای کې له ګاونډیو، سیمهییزو او نړۍوالو هېوادونو سره د افغانستان متوازنه بهرنۍ پالیسي، د دې لامل شوه چې کوربه هېوادونه د دې کسانو له خوا د زیان او تاوان پرته بل څه ترلاسه نه کړي؛ یوه داسې پروسه چې په پای کې د دې څېرو د شړلو لامل شوه.
اوس چې جنبش ګوند هم په یو ډول خپل ځای بدل کړی او د پاکستان غېږې ته یې پناه وړې، له شک پرته ویلای شو چې د افغانستان د اوسني حکومت ډېری مخالفین د پاکستان تر سیوري لاندې راټول شوي او د پاکستان د آیایسآی مرستې ته سترګې په لاره دي؛ له دې جملې څخه د افغانستان د معاصر تاریخ توره څېره، عبدالرشید دوستم دی، یو داسې شخصیت چې په کارنامو کې یې له فساد او تباهۍ پرته بل څه نه لیدل کېږي.
د یادونې وړ ده چې دوستم څو کاله مخکې هم په ویاړلې توګه د دشت لیلي جنایت د تکرار خبره کړې وه؛ هغه جنایت چې په خپل ډول کې بې ساری و او د افغانستان د معاصر تاریخ یو له تر ټولو تیارو فصلونو څخه شمېرل کېږي.
په ټولیز ډول ویلای شو چې د افغانستان د اوسني حکومت د مخالفینو، د لیکو ړنګېدو بهیر، نه یوازې د سیمهییزو معادلو بدلون منعکسوي، بلکې ښیي چې د پخوانیو ناکامو جګړه مارانو او سیاستوالو له څېرو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې دوره پای ته رسېدلې ده.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.