د راپورونو له مخې د حماس اسلامي غورځنګ او صهیونیستي رژیم ترمنځ په غزه کې د اوربند او بندیانو د تبادلې مذاکرات وروستي پړاؤ ته رسېدلي او تمه ده چې ژر اعلان شي.
ورته مهال، د صهیونیستي رژیم د ایتلافي حکومت د ملي امنیت رئیس ایتامار بن ګویر او د مالیې وزیر سیموټریڅ دغه هوکړه د نه منلو وړ بللې او د استعفاء ورکولو ګواښونه یې کړي دي.