د افغانستان د امنیتي ځواکونو او د پاکستان د پوځي رژيم د ملېشو ترمنځ له څو مياشتو شخړو او بریدونو وروسته، د پاکستان واکمنانو يو ځل بيا خپلې زړې نقشې را واخيستې او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې لارې په دې هیله وتړلې چې له دې لارې به پر افغانستان خپلې شومې غوښتنې وتپي.
د لارو تړل کېدو يوازې افغانان نه، بلکې د پاکستان عام خلک هم له لويو زيانونو سره مخ کړل؛ خو دا رژيم چې خپل ولس يې یرغمل او تر اسارت لاندې نیولی، يوازې د خپلو غربي بادارانو د راضي کولو او د ورکړل شويو پروژو د عملي کولو لپاره د لارو په تړل کېدو ټېنګار وکړ.
ځکه خو د افغانستان چارواکو د راتلونکو ستونزو د مخنیوي په موخه، د پاکستان په ځای د سوداګرۍ لپاره د بديلو لارو د لټون پرېکړه وکړه؛ له ګاونډيو هېوادونو سره یې خبرې پيل کړې چې پايله يې د نويو بدیلو لارو پيدا کېدل او پر پاکستان له اوږدمهالې تکیې د افغانستان خلاصون و.
د پاکستان پوځي رژیم هڅه کوله چې اقتصاد او سياست سره ګډ کړي او د لارو په تړل کېدو افغانستان تر فشار لاندې راولي، خو دا يو نه ریښتیا کېدونکی خوب و چې د افغانستان د نظام د بدلون مستقیم او غیرمستقیم ګواښونه هم ورسره مله وو.
په دې پخوانۍ ناکامه پروژه کې د افغانستان د حکومت مخالفينو (لکه مقاومت او آزادۍ جبهې) هم ډېره فعاله ونډه درلوده؛ دوی په مجازي نړۍ کې د پراخو کمپاینونو له لارې د نظام د بدلون خبرې کولې او آن د راتلونکي حکومت لپاره يې نوماندان ټاکل.
پاکستان د افغانستان د اوسني نظام په وړاندې د خپلو تازه اقداماتو په لړ کې پراخ فعالیتونه وکړل، د لارو تړل، د حکومت له مخالفينو هر اړخیز ملاتړ او د مخالفینو په ننګه، له هغوی سره په ګډه د پراخو انلاین کمپاینونو پر مخ وړل د دې ګامونو له مهمو برخو څخه وو.
د یادونې وړ ده چې د لارو تړل کېده په لومړيو ورځو کې د دواړو خواوو په زیان تمام شول، خو د افغان حکومت له لوري د سوداګرو او سرمایه ګذارانو لپاره د بديلو لارو پرانیستل او په پاکستان کې د مېوو د راټولولو فصل رارسېدل، هغه څه وو چې د پاکستان د پوځي رژیم اټکل یې غلط ثابت او معادلې یې ور ګډوډې کړې.
د لارو له تړل کېدو او په کستان کې د مېوو د فصل له رسېدو يوازې څو ورځې وروسته په مېوو بار سلګونه بار وړونکي موټر د بندرونو تړلو دروازو ته ودرېدل چې په پايله کې یې پاکستاني سوداګرو ته په ميلياردونو روپۍ(کالدارې) تاوان ورساوه.
پاکستان د خپل ولس له سخت فشار سره مخ او اړ شو چې د لارو د بېرته پرانیستو غوښتنه وکړي؛ خو دا ځل د افغانستان حکومت دا غوښتنه رد کړه. د حکومت په وينا، لارې هغه مهال پرانیستل کېږي چې پاکستان له لارو څخه د سياسي استفادې د نه کولو کلک ضمانت ورکړي.
په همدې توګه، هغه نقشه چې پاکستان د افغانستان پر حکومت د فشار لپاره جوړه کړې وه او د افغان حکومت مخالفینو هم د نظام د بدلون د وسیلې په سترګه ورته کتل، په خپله همدوی ته بلا شوه، نه يوازې لوی مالي زیانونه یې ورته ورسول، بلکې د پاکستان استبدادي رژيم يې هم په بې مخینې توګه تر فشار لاندې راووست.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
