«جیش العدل» وسله والې د یوې اعلامیې په خپرولو سره، له ایراني پوځیانو سره د سیستان او بلوچستان ولایت د سرباز ولسوالۍ اړوند د جلال‌اباد په سیمه کې د خپلو وسله والو نښته تائید کړه.

د دغې اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: « په دې نښته کې د دښمن پوځ ته درنه مرګ ژوبله اوښتې. د ځایي سرچینو په وینا تر اوسه د سپاه پاسداران لږ تر لږه ۱۵ تنو پوځیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او د دښمن دوه جاسوسي بې پیلوټه الوتکې هم نسکورې شوې دي.

د سیمه‌ییزو سرچینو په وینا؛ وروسته له هغه چې د ایران پوځي ځواکونو په جلال اباد کې د استوګنې پر یوه کور چاپه ووهله، کور کې مېشتو وسله‌والو غبرګون وښود او پر ایراني پوځیانې یې ډزې وکړې چې نښته رامنځته شوه.

دغه سرچینې زیاته کړې، چې په دې جګړه کې لږ تر لږه دوه پوځیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي، چې د امبولانسونو په واسطه ایران‌شهر ته لېږدول شوي دي.

د قدس ځواک د عامه اړیکو مسئولینو هم د سپاه پاسداران د المهدي لوا د لږ تر لږه دریو سرتیرو او دریو وسله والو وژل کېدل تایید کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version