د پاکستان د طالبانو غورځنګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، د خیبر ولایت د باړې ولسوالۍ څخه د علي بدر په مشرۍ ۳۶ کسیزه ډلې، د دغه غورځنګ له مشر مفتي ابو منصور عاصم (نور ولي محسود) سره بیعت کړی.

د خبرپاڼې له مخې، یادې ډلې ژمنه کړې چې د پاکستاني طالبانو ټولو شرعي اصولو ته به وفاداره پاتې کېږي.

یاد غورځنګ د خبرپاڼې په پای کې یو ځل بیا د پاکستاني حکومت پر وړاندې د مقاومت د پیاوړتیا لپاره نورو وسله‌والو ډلو ته د یوځای کېدو بلنه ورکړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version