‏د زندانونو چارو د سمون ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، د دې ادارې سرپرست، مولوي محمد یوسف مستري په کابل کې د اندونیزیا له سفیر سره کتلي دي.

د یادې ادارې د خبرپاڼې له مخې، په دغه کتنه کې ښاغلي مستري د بندیانو لپاره د تغذیې، د ښځینه هغو لپاره په روغتیایي برخو او د دغې ادارې د کارکوونکو لپاره د روزنیزو ورکشاپونو برابرولو په برخو کې د کورنیو او بهرنیو بنسټونو د مرستو غوښتنه کړې ده.

‏د خبرپاڼې له‌مخې، دغه کتنه کې د اندونیزیا سفیر د زندانونو چارو له سمون ادارې سره په یادو برخو کې د همکاریو ژمنه کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version