پر فرضي کرښه د سختو ضربو تر لیدلو، د ډروني او سایبري بریدونو د پراخې څپې تر لیدلو او د افغان حکومت څخه د افغانستان د ولس له پیاوړي ملاتړ وروسته، د پاکستان پوځي رژیم او استخباراتو مشرتابه ته نږدې ګڼو څېرو د خبرو اترو او د روانې جګړې د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

د افغان حکومت پوځي او استخباراتي مسؤلین او مجاهدین، د یوه شرعي نظام د سپاهیانو په توګه، د اسلامي شریعت له لارښوونو سره سم عمل کوي؛ له همدې امله د مقابل لوري د سولې وړاندیزونه نه ردوي، بلکې ورته مثبت ځواب وایي. دوی چې درانه شخصیتونه او لوړ اخلاقي معیارونه لري، هېڅکله یې د مقابل لوري د سولې له وړاندیزونو ناوړه تبلیغاتي استفاده نه ده کړې او نه یې دا موضوع رسنیزه کړې ده.

په مقابل کې، د پاکستان پوځي رژیم او استخبارات په خپل تبلیغاتي او رواني جګړه کې له دروغو او پروپاګند څخه ډډه نه کوي. خو دوی به هېڅکله ونه توانېږي چې افغانان د خپلو ګټو لپاره په نوي جنګي ډګر کې راګېر کړي؛ دا ارمان به له ځان سره ګور ته یوسي.

هر افغان له زوکړې تر مرګه د غیرت او ازادۍ په روحیه روزل کېږي. د پاکستان پوځي رژیم په څېر د غلامۍ ذهنیت نه لري چې د کرايي جګړو لپاره، لکه د Blackwater او Wagner Group په شان، د پیسو په بدل کې جګړه وکړي. د پاکستان د پوځ او یوې کرايي امنیتي او جنګي کمپنۍ تر منځ هېڅ توپير نه تر سترګو کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version