Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»له سعودي سره د پاکستان امنیتي تړون؛ غدر او د ګاونډیانو په وړاندې ناکامه دسیسه
    سیاسي لیکني

    له سعودي سره د پاکستان امنیتي تړون؛ غدر او د ګاونډیانو په وړاندې ناکامه دسیسه

    عمران آغاعمران آغا20 اپریل 2026څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ، په ۲۰۲۵م کال کې امنیتي او دفاعي هوکړه په خورا ډنډورو لاسلیک شوه، چې په حقیقت کې له عربستان سره د پاکستان له لوري د غدر او خیانت د یوه نوي فصل پیل و. دغه تړون چې د ګډو امنیتي ګټو او مبارزې په نوم رامنځته شوی و، د پاکستان لپاره یوازې یوه مالي پروژه وه، ترڅو د سعودي په نویو پورونو او تېلو خپله تشه خزانه ډکه کړي؛ خو کله چې د عمل میدان را ورسېد او د ایران – امریکا د جګړې لمبې د سعودي عربستان تر حریم ورسېدې، پاکستان نه یوازې دا چې خپله وسلواله ننګه ونه کړه، بلکې په خورا بې‌ شرمۍ یې د عربستان له امنیتي برخلیک سره جفا وکړه او د محافظه‌ کاره سیاست په خپلولو یې خپل متحد یوازې پرېښود.

    د دغه تړون تر شا د پاکستان پټ او خطرناک اهداف د سعودي عربستان دفاع نه وه، بلکې پاکستان غوښتل چې د سعودي عربستان له نوم او نفوذ څخه د افغانستان او هند په وړاندې د یوې سیاسي او نظامي وسیلې په توګه کار واخلي. د پاکستان ځانګړې پوځي کړۍ هڅه کوله چې سعودي عربستان په داسې یو جنجالي چوکاټ کې راګیر کړي، چې په سیمه کې د دوی له مغرضانه تېریو او نیابتي لوبو څخه دفاع وکړي. دوی په دې لټه کې وو چې د کابل او نوي ډیلي په وړاندې خپلې شومې موخې د سعودي په ډیپلوماټیک او مالي پوښ کې پټې کړي او په دې توګه خپل ګاونډیان له یوې لویې نړیوالې انزوا، فشار او بالاخره شخړې سره مخ کړي.

    د پاکستان خاصې پوځي کړۍ غوښتل چې سعودي په لویو سیمه ییزو جګړو کې ښکېل کړي، ترڅو د سعودي پام او امکانات د هند او افغانستان پر ضد استعمال کړي. د دوی هدف دا و چې سعودي د دوی د پخوانیو عقدوي او سیاسي جګړو په ډګر کې د یو مالي او نظامي تمویلونکي په توګه ولوبوي، خو دا پلان په خورا شرمناکه توګه له ماتې سره مخ شو. کله چې سعودي ولیدل چې پاکستان په خپله خاوره کې د نامسؤله وسلوالو ډلو د مهارولو توان نه لري او یوازې غواړي چې سعودي د خپلو ګاونډیانو په وړاندې د ډال په توګه وکاروي، نو دغه بې باوري خپلو وروستیو پړاوونو ته ورسېدل.

    د پاکستان دا هڅه چې ګواکې له سعودي سره امنیتي تړون به د افغانستان د نوي اسلامي نظام او هند د پیاوړې ډیپلوماسۍ په وړاندې یو توازن رامنځ ته کړي، د دوی د پوځي کړۍ د ناسنجیده سیاستونو له امله ناکامه شوه. کله چې سعودي د ایران د بریدونو له امله زیانمن شو، پاکستان یوازې په محافظه‌کارانه ډول پر ډيپلوماسۍ تکیه وکړه او سعودي ته یې ثابته کړه چې پاکستان هېڅکله د یو مخلص متحد په توګه د دوی تر څنګ نه درېږي، بلکې یوازې غواړي چې د سعودي له مالي قدرت څخه د افغانستان او هند د بې ثباته کولو لپاره ناوړه ګټه پورته کړي.

    د پاکستان پوځي رژیم دغه دوه مخي سیاست او په جګړه کې بې غورۍ دا روښانه کړه چې دوی په کړو وعدو کې تل پاتې راغلي دي. پاکستان نه یوازې په سیاسي ډګر کې د سعودي کافي ننګه ونه کړه، بلکې په فزیکي جګړه کې یې هم د عربستان تر څنګ د درېدو همت ونه کړ. دغه غدر د دې لامل شو چې سعودي عربستان د تړون له مادو څخه د پاکستان په پټو او مغرضانه اهدافو پوه شي. سعودي اوس درک کړې چې پاکستان د دوی له امنیتي اړتیاوو څخه د خپلو ګاونډیو په وړاندې د امتیاز اخیستنې د وسیلې په توګه کار اخلي، چې دې کار د پاکستان اعتبار د سعودي په وړاندې کمزوری کړ.

    د پاکستان او سعودي عربستان امنیتي تړون د پاکستان د خیانتونو په تاریخ کې د یو طرفه مغرض تړون په توګه ثبت شو. دغه هېواد نه یوازې دا چې له سعودي څخه یې دفاع ونه کړه، بلکې هڅه یې وکړه چې دغه هېواد په خپلو سیمه ییزو دښمنیو کې ښکېل کړي. د پاکستان دغه ناکامې ستراتیژۍ وښوده چې غدر او خیانت هېڅکله پایښت نه لري. سعودي عربستان اوس د یو داسې شریک په درلودلو پښېمانه دی چې ګټه ترې غواړي، خو د خطر پر مهال محافظه ‌کارۍ ته مخه کوي. دا د پاکستان د هغو پوځي کړیو لپاره لویه ماتې ده چې غوښتل یې سعودي په سیمه ییزو شخړو کې ښکېل کړي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهخوست کې له پاکستان څخه رالېږدول شوې لسګونه میله وسلې نیول شوي
    راتلونکي مقاله بې‌اېل‌اېف: وسله‌والو یې په پنځه جلا-جلا بریدونو کې ۱۴ پاکستاني پوځیان هلاک کړي

    مربوطه لیکنې

    پاکستان خپله داخلي ناکامي د بهانې او فشار په سياست پټوي

    17 اپریل 2026

    ‏د پرديو پر اشارو ولاړ سياست؛ مخالفين د ناسم انتخاب په لوري

    17 اپریل 2026

    له آسیا تر اروپا، د مخالفو ډلو بې پايلې ناستې

    16 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 20 اپریل 2026

    د وحدت ګوند مشر او د مقاومت جبهې د عالي شورا غړی محمد محقق: پاکستان يو پياوړی هېواد دی او زه د ډيورنډ کرښه د رسمي پولې په توګه پېژنم

    د وحدت ګوند مشر او د مقاومت عالي شورا غړی، محمد محقق وايي چې پاکستان…

    هند کې د اورلوبو په یوه فابریکه کې چاودنې ۲۳ تنه وژلي

    20 اپریل 2026

    بې‌اېل‌اېف: وسله‌والو یې په پنځه جلا-جلا بریدونو کې ۱۴ پاکستاني پوځیان هلاک کړي

    20 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د وحدت ګوند مشر او د مقاومت جبهې د عالي شورا غړی محمد محقق: پاکستان يو پياوړی هېواد دی او زه د ډيورنډ کرښه د رسمي پولې په توګه پېژنم

    20 اپریل 2026

    هند کې د اورلوبو په یوه فابریکه کې چاودنې ۲۳ تنه وژلي

    20 اپریل 2026

    بې‌اېل‌اېف: وسله‌والو یې په پنځه جلا-جلا بریدونو کې ۱۴ پاکستاني پوځیان هلاک کړي

    20 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،144 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،091 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،178 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.