عراقي رسنیو راپور ورکړی، چې د سوریې له بېلابېلو زندانونو او له الهول کمپ څخه د داعش بندیان عراق ته انتقاليږي.

سرچينې ويلي، دغه عملیات د روان کال په جنورۍ کې پیل شوي او تر دې دمه د شمالي سوریې له حسکه ولایت څخه ۱۵۰ تنه عراق ته لېږدول شوي او تمه ده چې تر ۷ زره پورې د داعش بندیان له سوریې څخه عراق ته انتقال شي.

عراقي چارواکو ویلي، چې له سوریې د داعش جنګیالیو تر انتقال وروسته به د هغوی هویتونه وڅېړل شي او بیا به خپلو اړوندو هېوادونو ته وسپارل شي.

دا اقدام وروسته له هغې ترسره کيږي، چې د سوریې په شمال ختیځ کې د سوریې د پوځ او کردانو ترمنځ نښتې وشوې، وضعیت ترینګلی شو او له دې څخه په استفادې له یو شمېر زندانونو د داعش جنګیالي وتښتېدل.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version