وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی چې د چین یو لوړپوړی جنرال امریکا ته د اټومي پروګرام معلوماتو ورکولو له امله تر تحقیقاتو لاندې دی.
سرچينه وايي، په ۷۵ کلن «ژانګ یوکسیا» تور دی چې په معلوماتو شریکولو سربېره یې په رسمي چارو کې رشوت هم اخیستی دی.
د چین دفاع وزارت وړمه ورځ یوازې همدومره تائيد کړه، چې نوموړی قانون نقض کړی او څېړنې ترې کیږي.
یوکسیا د ولسمشر شي جین پینګ په مشرۍ د مرکزي پوځي کمیسیون (د عالي قوماندې ادارې) د مرستیال په توګه دنده ترسره کوي او له اوږدې مودې راهیسې د شي جین پينګ د نږدې پوځي ملګري په حیث پېژندل کیږي.
ژانګ د نومبر له ۲۰مې په هغه نېټه چې مسکو کې یې د روسیې له دفاع وزیر سره خبرې اترې وکړې بيا په عامه توګه نه دی ليدل شوی او چین کې له عامه صحنو د لوړپوړو چارواکو اوږده موده ورکېدل د لرې کېدو یا د تورونو لګېدو په معنی وي.
د چين ولسمشر پينګ، فساد کمونیست ګوند ته تر ټولو ستر ګواښ ګڼي او همدا تېر اکتوبر یې نهه (۹) لوړ پوړي جنرالان د فساد په تور له حاکم کمونیست ګوند نه وشړل.
په یوکسیا دا تور هم و، چې د ګوند دننه یې خپلې د اغېز کړیو جوړولو هڅې کړې وې.
په ورته مهال دوه اوونۍ وړاندې د امریکا عدلیې وزارت ویلي و، چې د امریکا سمندري ځواکونو یو پخوانی افسر “پيټریک وي” په چین د ملي دفاع معلوماتو پلورلو له امله په ۲۰۰ میاشتني بند محکوم شو.
