د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د شبرغان- مزار د ګازو د لېږدولو پروژې چارې وروستي پړاو ته رسېدلي دي.

ياد وزارت زياته کړې چې، د شبرغان-مزار د ګازو د لېږد پروژه چې د دغه وزارت له مهمو پروژو ګڼل کېږي، د رغنیزو چارو وروستیو پړاوونو ته نږدې شوې او دا مهال پرې وروستۍ تخنیکي ازموینې ترسره کېږي.

د دغه وزارت ویاند وایي، د دې پروژې په بشپړېدو سره به په بلخ کې د کیمیاوي سرې او ښیښې جوړولو فابریکې او دغه راز د مزارشریف ښار اوسېدونکي له طبیعي ګازو ګټه واخلي.

د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، دا نل لیکه چې ۹۴.۵ کیلومټره اوږدوالی لري، د سرپرست حکومت له واکمنېدو مخکې یې چارې ۵۰ سلنه پرمخ تللې وې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version