Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»له شبرغان څخه مزار شریف ښار ته د گازو نل‌لیکې چارې ۶۳ سلنه بشپړې شوي
    افغانستان

    له شبرغان څخه مزار شریف ښار ته د گازو نل‌لیکې چارې ۶۳ سلنه بشپړې شوي

    صابر افغانصابر افغان5 مارچ 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، له شبرغان څخه مزارشریف ښار ته د گازو د نل‌لیکې کارونه ۶۳ سلنه بشپړ شوي او پاتې کارونه به یې هم ډېر ژر بشپړ شي.

    د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، یادې نل‌لیکې ته ۶۰۹مېلیونه افغانۍ ځانگړې شوي او د ۹۵.۵ کیلومتره په اوږدوالي سره به په ۲۴ ساعتونو کې ۱.۵ مېلیونه مترمکعب گاز د لېږد وړتیا ولري.:«د دغې پروژې چارې په نړیوالو معیارونو سره د افغان انجنیرانو له خوا ترسره کېږي.

    له دغو گازو څخه به په مزار شریف ښارکې د برېښنا، غضنفر پاور، د ښيښو جوړونې کارخونه او همدا راز به ترې په صنعتي پارکونو کې گټه واخیستل شي.»

    په یادو کارخونو کې به گڼ شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي او همدارنگه به د برېښنا، ښيښو جوړولو او په نورو ډېرو برخو کې به افغانستان پر ځان بسیا کېدو ته نږدې کړي.

    اوس مهال د شبرغان د ګازو له څاه گانو څخه د ورځې ۶۵۰ زره متر مکعب گاز استخراج کېږي، چې د آقچې او شبرغان ښار کې د کورونو تر څنگ بیات پاور او برېښنا او په نور بېلابېلو برخو کې ترې گټه اخیستل کېږي.

    افغانستان گڼې طبیعي شتمنۍ لري، خو په هېواد کې د پرله‌پسې جگړو او یرغلونو له امله تر اوسه کوم کار نه دی شوی.

    پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ او امنیت راتلو له امله اوسمهال د گڼو کانونو د استخراج چارې پیل شوي دي او زرگونه کسانو ته پکې د کار زمینه هم برابره شوې ده.

    مخکینۍ مقالهد افغانستان بانک نن ۱۶ مېلیونه ډالر لیلاموي
    راتلونکي مقاله غربي ټولنه ولې زغم نه لري؟

    مربوطه لیکنې

    خلیفه سراج الدین حقاني د اروپایي ټولنې له شارژدافیرې سره د افغان کډوالو پر ملاتړ خبرې کړي

    16 اگست 2025

    د هرات ولایت د برښنا پیاوړتیا په موخه د نږدې ۴۱ میلیونه ډالرو ګډې پانګونې تړونونه لاسلیک شول

    16 اگست 2025

    کورنیو چارو وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۲ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیول شوي

    16 اگست 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 16 اگست 2025

    خلیفه سراج الدین حقاني د اروپایي ټولنې له شارژدافیرې سره د افغان کډوالو پر ملاتړ خبرې کړي

    ‏د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني،…

    د هرات ولایت د برښنا پیاوړتیا په موخه د نږدې ۴۱ میلیونه ډالرو ګډې پانګونې تړونونه لاسلیک شول

    16 اگست 2025

    ټرمپ: شي جین‌پینګ راته ویلي چې زما د ولسمشرۍ پر مهال به چین پر تایوان برید ونه‌کړي

    16 اگست 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    خلیفه سراج الدین حقاني د اروپایي ټولنې له شارژدافیرې سره د افغان کډوالو پر ملاتړ خبرې کړي

    16 اگست 2025

    د هرات ولایت د برښنا پیاوړتیا په موخه د نږدې ۴۱ میلیونه ډالرو ګډې پانګونې تړونونه لاسلیک شول

    16 اگست 2025

    ټرمپ: شي جین‌پینګ راته ویلي چې زما د ولسمشرۍ پر مهال به چین پر تایوان برید ونه‌کړي

    16 اگست 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،999 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،943 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،962 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.