د عراق د لومړي وزیر سلاکار حسین علاوي ویلي، چې د امریکا او عراق ترمنځ د شوې هوکړې له‌مخې، له عراق څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو لړۍ پیل شوې.

نوموړي له العربیه شبکې سره په مرکه کې ويلي، چې بغداد د داعش له بیا راګرځېدو څخه وېره نه‌لري، او په خبره یې، عراقي ځواکونه د دغې ډلې د غړو د ځپلو توان لري.

العربیه د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې امریکایي ځواکونه به سر له شنبې (د وږي، ۸مه) د بغداد شنه سیمه، هوایي ډګر او د ګډو عملیاتو له قومندانۍ ووځي.

د یادونې، ده چې دا مهال د داعش ضد نړیوال ایتلاف په چوکاټ کې ۲۵۰۰ امریکایي سرتېري په عراق کې حضور لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version