د آزادۍ په نامه د آنلاین جبهې وروستۍ اعلامیه د افغانستان له اوسني وضعیت، حقایقو، دیني او ملي ارزښتونو څخه لیرې او یوه کاذبه اعلامیه ده، دا تش په نوم آنلاین جبهه کوښښ کوي چې په خپلو دروغو د افغانستان اوسنی وضعیت خلکو ته ناسم معرفي کړي او خپلو شومو موخو ته ځان ورسوي.

دغه جبهه د جمهوریت شعار بېرته تکراروي، حال دا چې همدې جمهوریت یو ځل ملت ته امتحان ورکړ، د ملت له رایو، ملي حاکمیت، دیني او ملي ارزښتونو، دیني او ملي فرهنګ، دین او مذهب سره یې دومره لوی خیانت وکړ، چې د ټول وخت لپاره د شرم وړ دي، قلم یې له لیکو عاجز او د افغانستان د تاریخ شرمناکه پاڼه حسابېږي.

د دې جبهې تش په نامه مشران، چې د فساد، غلا، رشوت او غرب‌ پالنې نمایندګان پاتې شوي، نه یواځې دا چې د افغان ملت اراده نه تمثیلوي، بلکې د پردیو په دام کې ګیر مزدوران ګڼل کېدل، د جمهوریت مشرانو یو ځل ملت ته امتحان ورکړ، ملت به بیا هېڅکله باور ورباندې ونکړي.

د آزادۍ، مقاومت او نورو په نوم راټولو شویو ډلو کې ټولې هغه منفورې څهرې دي چې د ملت له اُمیدونو، دیني او ملي ارزښتونو سره یې بې باکه او سپک چلند وکړ، دوی په خپلو اعلامیو کې اسلامي شریعت، حجاب، امر بالمعروف او نهي عن المنکر ته «تبعیض» وايي، همدا څرګندونې یې له دین څخه په بې خبرۍ او لیرې والي دلالت کوي.

د جمهوریت پر مهال د افغانستان ملي حاکمیت شتون نه درلوده، په کوچنیو ولسوالیو کې د قدرت لویې جزیرې جوړې شوې وې، له ښځو څخه د نفسي خواهشاتو او تجارتي آلو په حیث استفاده کېدله، د انتخاباتو پر وخت د ملت په رایو د شخصي منافعو لپاره معاملې کېدلې او د افغانستان د جغرافیوي وېش په لټه کې وو.

ټول جمهوریت د افغانستان په ۳۰ سلنه خاوره بشپړ حاکمیت نه درلوده، د جمهوریت کلیدي افرادو د نورو هېوادونو لپاره کار کاوه، په دولتي چوکاټ کې ځینې تش په نامه ادارې فقط د جمهوریتي مشرانو د زامنو لپاره جوړې شوې وې، تر څو په اِن ټي اې بستونو کې مقرر او لوړ معاشونه واخلي، د افغانستان ۷۰ سلنه خلک د دولت له ابتدایي خدماتو څخه محروم وو، ایا همدا مشروع نظام و!؟ ایا ټول ملت خپل ځان په نظام کې لیدلای شوای!؟

د سرپرست حکومت ټول افراد د ملت له منځ څخه را ټوکېدلي دي، د ملت رښتينې اراده تمثیلوي، مشروع حاکمیت لري، دا حاکمیت ثابته کړې ده چې له تبعیض څخه لیرې دی؛ دغه نظام قوي ملي حاکمیت رامنځ ته کړی دی. همدا حاکمیت ته هیلې شته چې افغانستان به د نړۍ له سیالانو سره سیال کوي او د ملت امیدونه به په حقیقت بدلوي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version