د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولینو نن د دغه ولایت له کانونو د تازه استخراج شویو زمردو د پلورلو خبرورکړی دی.

د پنجشیر ولایتي مسوولینو ویلي، چې یو ځل بیا د هېواد پر سوداګرو ۲ زره ۴۹۱ قیراطه زمرد د ۳۷ زره ۵۵۰ ډالرو په ارزښت د داوطلبي له لارې وپلورل شول.

د مسوولینو په خبره د یاد ریاست ادارې د پنجشیرله کانونو څخه استخراج شوي زمرد یې د با صلاحیته کمېټې د پلاوې په شتون کې په کورني سوداګر پلورلي دي.

واک ته د اسلامي امارت له بيا رسېدو وروسته د ټول هېواد په تېره بيا د پنجشير د زمردو کانونه د تېر خلاف چې قاچاق کېدل په قانوني ډول استخراج او پلورل کېږي چې ترلاسه شوی عايد یې د دولت خزانې ته جمع کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version