د پاسپورټ عمومي ریاست وايي، د پاسپورټ د پیسو د ورکړې په موخه يې له خصوصي بانکونو سره خبرې کړي.

د دغه ریاست ویاند نورالله پتمن زیاته کړه، هڅه کوي چې د پاسپورټونو د ویش په درېیو نویو مرکزونو کې د ملي بانک څانګې جوړې کړي.

ښاغلی پتمن وايي، موږ په هره نوې څانګه کې د افغانستان بانک یوه استازولۍ پرانیزو او موږ له خصوصي بانکونو سره هم په دې اړه خبرې روانې کړې دي.

که څه هم چې په تېره یوه نیمه میاشت کې د پاسپورټ د وېش بهیر چټک شوی، خو د پاسپورت ځيني غوښتونکي د پاسپورټ د پیسو د سپارلو لپاره د بانکي استازولیو د زیاتېدو غوښتنه کوي.

د پاسپورټ ریاست د ویاند په وینا، په تېرو شلو ورځو کې په ټول هېواد کې ۱۸۰ زره کسانو ته پاسپورټونه ورکړل شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version