له هېواده بهر مېشت، د سرپرست حکومت مخالفین تر بل هر وخت ډېر په اختلافاتو، ناهیلیو او سرګردانیو کې ډوب دي او دا حالت یې ورځ تر بلې د زوال په لور بیايي. دوی په پیل کې هڅه کول، چې په خورا تصنع سره دا مسئله پټه وساتي او داسې وښيي چې ګواکې په کور د ننه، سیمهییزه او نړۍواله کچه هر څه د دوی په خوښه روان دي، خو اوس دا وضعیت ترې له مدیریت وتلی او په ټولنیزو رسنیو او ناستو کې په څرګنده توګه له خپل ترینګلي حالت، دوی ته په کور د ننه او نړۍواله کچه له نه پاملرنې سر ټکوي.
دا حالت په دې وروستیو کې هغه وخت لا پسې ښکاره شو، کله چې د دغو ډلو ټپلو د راټولېدو او متحد کېدو وروستۍ هڅې ناکامې شوې، د دوی خپل منځي اختلافات اوج ته ورسېدل او په سیمهییزو او نړۍوالو سیاستونو کې د انزوا ګرداب ته ټېل وهل شول. ډېره هڅه یې وکړه، چې له دې چارې او څپې ځان خوندي کړي، خو برعکس یې داسې غرق کړل، چې اوس ترې ځانونه هېر دي او د خپل نجات لپاره هرې خوا ته منډې او لاسونه وهي، خو څه نه شي ترلاسه کولی.
په افغانستان کې د ننه وضعیت ته هم که وکتل شي، خلک په خپل عادي ژوند بوخت دي، اوسنی ثبات ورته د راتلونکو بریاوو او پرمختګونو زېری ښکاري او په هېواد کې د هېڅ ډول اشوب، جګړې او بې ثباتۍ خبرې پرې ښې نه لګېږي، په ځانګړې توګه د ازمویل شویو تکراري څهرو په پېژندګلوۍ کې د بلوغ وروستۍ کچې ته رسېدلي دي. په بهر کې د مېشتو مخالفینو د انزوا، بې اثرۍ او نهیلۍ یو اصلي علت هم همدا دی.
له بلې خوا، وروستیو تحولاتو، د حقیقتونو او واقعیتونو له راپورته کېدو سره، د افغانستان په ګاونډ، سیمه< نږدې او لېرې نړۍ کې اوس اکثریت هېوادونه په دې یقیني شوي چې د افغانستان پر بې ثباتۍ پانګونه د هېچا په ګټه نه ده او دا چاره نه اوسني واقعیتونه بدلولی شي او نه هم دوی ته ثبات او ګټه رسولی شي، نو پر همدې بنا یې په خپلو تېرو او ناکامو سیاستونو کې د بدلون لپاره هڅې پيل کړي دي.
دې هڅو له هېواده بهر مخالفین سخت وارخطا کړي، ځکه دوی له اوږدې مودې راهیسې په دې تمه وو، چې دغو هېوادونو ته د افغانستان په اړه د ناسمو معلوماتو د ورکړې، هلته د دوی په نیابت د جګړې او د هغوی د ګټو د خوندیتوب په بدل کې به ترې ملاتړ وشي، خو اوسني وضعیت ته په کتو، دا هرڅه هسې خوب او خیال ښکاري او ټوله کیسه د دوی د خوبونو او تصور خلاف روانه ده، ځکه نو دې وضعیت دوی سخت ناهیلي کړي، مخالفتونه یې ډېر شوي او هېڅ داسې څه نه ویني چې دوی پکې خپلې ګټې ولټولی شي.
البته که دوی په رښتیا هم اوس پر دې پوهېدلي وي، چې په افغانستان کې د پردیو په نیابت جګړې، بې ثباتۍ او نورو اشوبونو ته د لاس اچولو پایلې تر ډېره عام ولس او خلک زیانمنوي، وطن ورانوي، د جګړو، وینې بهېدنې او تورتمونو لور ته یې بیايي، بیا نوې نورې بدیلې لارې شته چې په خپل وطن کې په عزت کې د ژوند کولو لپاره یې غوره کړي، پر خپلو تېرو تېروتنو پښېماني وښيي او د هېواد د ابادې راتلونکې لپاره لاس په کار شي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.