د ایران د بهرنیو چارو وزير سید عباس عراقچي د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هغو څرګندونو ته چې ويلي یې وو، ايران ته بايد له ۴۸۰ کيلومټره څخه د زيات واټن وهونکو توغنديو جوړولو اجازه ورنه کړل شي توند غبرګون ښودلی.
عراقچي په خپله اېکس پاڼه لیکلي:«نتنیاهو نږدې دوه کاله وړاندې ژمنه کړې وه، چې په غزه کې به بریا ترلاسه کوي؛ خو پایله یې څه وه؟ د جنګي جنایتونو له امله د ده د نیولو حکم او د حماس لیکو ته د ۲۰۰ زره نویو جنګیالیو ورګډېدل.»
هغه زیاته کړې، چې نتنياهو دا خیال درلود چې ګواکې کولی شي د ایران د سولهییز اټومي پروګرام شل کلنې لاستهراوړنې له منځه یوسي؛ خو په وينا یې پایله برعکس وه، هر یو هغه ایرانی ساینسپوه چې اسرائيلو وواژه سلګونه شاګردان یې روزلي وو او ډېر ژر به هغوی خپلې وړتياوې وښيي.
د عراقچي په خبره اسرائيل ايران سره جګړه کې له ماتې وروسته خپل اصلي بادار «امريکا» ته پناه يوړه او په خبره یې اوس په پوره سپين سترګۍ امريکا ته له ایران سره د خبرو اترو اجنډا او سرې کرښې ټاکي.