د هرات ولایت مقام رسنیز دفتر، د ګازو ټانکرو د یوه تولیدوونکي شرکت د مسؤلینو له قوله ویلي، چې د دوی تولیدات روسیې، ازبکستان او قزاقستان ته صادریږي.
د معلوماتو له مخې، تر اوسه د ګازو ۱۴ لوی ټانکرونه روسیې او ازبکستان ته صادر شوي او د صادراتو بهیر لا هم دوام لري.
د هرات سیمهییزې ادارې ډاډ ورکړی چې، د تولیدي صنعتونو د پیاوړتیا لپاره بېلابېل پروګرامونه لري او هڅه کوي چې د فابریکو د لا پراختیا زمینه برابره کړي.
