د ننګرهار ولایت مقام رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې امنیتي ځواکونو ‏د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ سلطانپور سيمه کې د اسفنديار د کورنۍ د شپږ غړو د قتل په تړاو درې تنه نيولي.

سرچینې د نيول شويو کسانو د اعتراف له مخې لیکلي، چې پېښه شخصي او کورنۍ جنبه لري چې ډېر ژر به یې په اړه بشپړ معلومات وړاندې شي.

‏د ننګرهار مرستيال والي مولوي عزيزالله مصطفی د پېښې د عاملينو په نيولو کې امنیتي ځواکونو هڅې ستایلي او مسئولينو ته يې سپارښتنه کړې چې پاتې عاملين هم ونیسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

د یادونې ده، چې ښاغلي مصطفی تېره ورځ د یاد شپږو تنو د جنازې په مراسمو کې ژمنه کړې وه، چې د پېښې عاملین به هر څه ژر ونیول شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version