د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري راستنول پیل شوي او پرون د تورخم له لارې ۵۳ افغان کډوال په زور راستانه شوي دي.

له یاد وزرات څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په راستانه شوو کې ۱۰ کورنۍ دي، چې ۵۳ تنه کېږي له پاکستان څخه په جبري توگه راستانه شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، راستانه شوې کورنۍ د کډوالو ریاست سره تر نوم‌لیکنې وروسته د ملگرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او کډوالو نړیوال سازمان دفترونو ته ورپېژندل شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، نوو راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدو لپاره بشپړ چمتووالی لريپرو سږکال هم له پاکستان څخه ۶۰۰ زره افغان کډوال په زور له دغه هېواد څخه وایستل شول.اوسمهال په پاکستان کې درې نیم مېلیونه افغان کډوال اوسېږي، چې ډېری یې د اوسېدو قانوني کارتونه هم لري.

پرو سږکال افغان حکومت په تورخم او چمن کې افغان کډوالو ته د اوبو، برېښنا، روغتیا، لنډمهاله ښوونځي، مخابراتي او انټرنېټي اسانتیاوې برابرې کړې وې او ملي دفاع وزارت په موټرونو کې تر خپلو ځایونو پورې رسول کېدل.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version