د پنجشیر ولایت د امنیه قوماندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د کشفي معلوماتو پر بنسټ، یوه ۱۳ کلنه نجلۍ چې نږدې یو نیم کال وړاندې د پروان ولایت له مرکز څخه تښتول شوې وه، وموندل شوه.

د یاد ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند حقمل سعد ویلي، چې دغه نجلۍ د عنابي ولسوالۍ یوه اوسېدونکي د خپلې مېرمنې په مرسته تښتولې وه او د همدې ولسوالۍ په مرکز کې یې په یوه کور کې ساتله.

د معلوماتو له مخې، د پېښې په تړاو تورن سړی په کابل کې نیول شوی او د هغه مېرمن چې د اختطاف د پلان جوړولو او عملي کولو کې یې فعاله ونډه لرله، په عنابي ولسوالۍ اړوند سیمه کې نیول شوې ده.

خبرپاڼه زیاتوي چې نیول شوي کسان به تر پلټنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي او تښتول شوې نجلۍ به خپلو سرپرستانو ته وسپارل شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version