له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، د دې ادارې سرپرست رئیس مولوي نورالدین ترابي، افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام له سرپرستې رئیسې موتینتا چیموکا سره کتلي.

د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي ترابي په دې کتنه کې د خوړو نړیوال پروګرام له مرستو مننه کړې او زیاته کړې یې ده چې د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې تل هڅه کړې چي بېلابېلو سازمانونو او مؤسساتو ته په هره برخه کې اسانتیاوې رامنځ ته کړي.

د دغې ادارې د خبرپاڼې له مخې ترابي زیاته کړې چې دوی داسې یو ډيتابېس لري، چې ټولې هغه سیمې پکې په نښه شوي چې له ګواښ سره مخ دي او دغه سیمې اړتیا لري چې پروژې پکې پلي شي.

په ورته وخت کې، د خوړو نړیوال سازمان سرپرستې رئیسې زیانمنو کورنیو ته پر وخت د مرستو رسولو او خلکو ته په بېلابېلو برخو کې د غوره خدمتونو رسولو لپاره پر ګډ کار ټینګار کړی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version