Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»سیمه»له ښکاره دښمنۍ تر پټې دوستۍ؛ پاکستاني حکومت اسرائيلو سره د اړيکو جوړولو په هڅه کې دی
    سیمه

    له ښکاره دښمنۍ تر پټې دوستۍ؛ پاکستاني حکومت اسرائيلو سره د اړيکو جوړولو په هڅه کې دی

    صابر افغانصابر افغان29 سپتمبر 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په دې وروستيو کې په پاکستاني مطبوعاتو کې د «شمع جنیجو» په نوم يوې ښځې لويه غوغا جوړه کړې او داسې انګېرنې راپورته شوي، چې ښايي د پاکستان اوسنی حکومت په پټه له اسرائيلي رژيم سره د اړیکو د جوړولو هڅه کوي.

    په انځورونو کې ښکارېدونکې ښځه «شمع جنیجو» چې پخوا یوه فلمي اداکاره وه او اوس د امریکا او بریتانیا تابعیت لري، د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ پلاوي سره د لندن څخه نیویارک ته ملګرې شوه او د ملګرو ملتونو په غونډه کې د پاکستان د رسمي پلاوي ترڅنګ راښکاره شوه.

    دغې ښځې ته دغه راز نيويارک کې د شهباز شريف د استوګنې په هوټل کې د هغه د خونې ترڅنګ خونه ورکول شوې ده.

    دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان دفاع وزیر او د بهرنیو چارو وزارت د هغې له پېژندنې ځان نا خبره بولي؛ خو خپله شمع جنيجو‌ بيا وايي، چې له دې سره د پاکستان د صدراعظم محرم اسناد دي او دا یې د ساتلو مسؤليت لري.

    له پاکستاني پلاوي سره د نوموړې ښځې له شتون هاخوا خورا مهمه موضوع دا ده چې «جنیجو» په تېرو کلونو کې څو ځله اسرائیلو ته سفرونه کړي او حتی د خپلې علمي څېړنې د دفاع غونډه کې یې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنياهو ته د ګډون بلنه ورکړې وه.

    شمع جنيجو اسرائيلو ته له سفرونو ورهاخوا له مهمو اسرائيلي استخباراتي چارواکو سره په انځورونو کې هم ښکاره شوې ده.

    پاکستاني رسنۍ وايي، داسې ښکاري، چې د پاکستان حکومت د رسمي پلاوي ترڅنګ يو څارونکی پلاوی هم د ملګرو ملتونو غونډې ته تللی دی.

    په ورته مهال د «جنیجو» موجودیت د خلکو او شنونکو په ذهنونو کې دا پوښتنه راولاړه کړې، چې ایا د پاکستان اوسني واکمنان د اسرائیلو سره د اړیکو د نږدېوالي هڅه کوي؟ او که له پخوا ورسره اړيکې لري؟

    د پاکستان حکومت که څه هم په ښکاره له اسرائيلو سره د دښمنۍ ادعا کوي؛ خو تر دې وړاندې د روان ميلادي کال د مارچ مياشتې په ۱۹مه هم د ښځو په ګډون د ياد هېواد يو لس کسيز پلاوی د اسرائيلو سره د تاريخي، علمي او سياسي اړيکو د پياوړي کولو لپاره په پټه اسرائيلو ته سفر کړی وو.

    مخکینۍ مقالههغه نیم‌ژواندې هیلې چې د ټرمپ له لافو سره خاورې شوې
    راتلونکي مقاله د اسلامي پوځ ليکو ته تازه جذب شوي ۴۰۰ پنجشېري ځوانان مرکز کابل ته ولېږدول شول

    مربوطه لیکنې

    د خیبر پښتونخوا وزیر فضل شکور خان د نامعلومه وسله‌والو له لوري تښتول شوی

    21 سپتمبر 2026

    تحریک انصاف ګوند د سپټمبر پر ۲۷مه د ټول پاکستان په کچه د پراخو لاریونونو د ترسره کولو پلان لري

    20 سپتمبر 2026

    واشنګټن پوسټ وایي د ایران جګړه کې د امریکايي سرتېرو تلفات تر رسمي شمېرو لوړ دي

    19 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    د خبرونو سرټکي 24 سپتمبر 2026

    د نن پنجشنبې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د مېزان/ تلي ٢ مه.#هندوکش‌غږ

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    24 سپتمبر 2026

    کسپین سمندر کې د پوځي تمرین پر مهال نهو قزاقستاني سرتېرو ژوند بایللی

    24 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د نن پنجشنبې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د مېزان/ تلي ٢ مه.#هندوکش‌غږ

    24 سپتمبر 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    24 سپتمبر 2026

    کسپین سمندر کې د پوځي تمرین پر مهال نهو قزاقستاني سرتېرو ژوند بایللی

    24 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،194 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،139 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،260 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.