د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال وایي، سږ کال یې هند او پاکستان ته د یو اعشاریه پنځه میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت څه باندې درې زره ټنه انار صادر کړي دي.

کندهار کې د انارو بڼوال وايي، سږ کال د انارو حاصلات له ښه کیفیته برخمن دي خو په کورنیو او بهرنیو بازارونو کې ورته د پلور زمینې برابرولو غوښتنه کوي.

د مسوولینو په خبره هڅه کوي، چې د دغه ولایت انار پر دې سربېره نورو هېوادونو ته هم صادر کړي.

د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست د معلوماتو پر بنسټ، دغه ولایت کې پر شاوخوا ۱۵ زره هکټاره د انارو له باغونو په کلني ډول ۲۸۴ زره ټنه انار ترلاسه کېږي.

د افغانستان او په ځانګړې توګه د کندهار مېوه د خپل طبیعي خوند او رنګ له کبله په ټوله نړۍ کې زیات غوښتونکي لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version