
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې وايي، چې د اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ، کرنې مالدارۍ او اوبو لګولو، کار او ټولنیزو چارو، او د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارتونو په ګډون له ګاونډیو هېوادونو راستنو شويو کډوالو ته د کارموندنې کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه.
سرچينه وايي، په دې ناسته کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر ويلي، چې په جبري توګه د ډېر شمېر کډوالو راستنېدنې د هېواد پر اقتصادي او ټولنیز حالت اغېز کړی او باید د کارموندنې په موخه د راستنو شویو له مهارتونو او زدهکړو ګټه پورته شي.
نوموړي زياته کړې، چې د راستنو شويو کډوالو د کاري ظرفیت لوړېدو او د هغوی د نیمګړو زدهکړو بشپړولو ته دې اړوندې ادارې رسېدنه وکړي، څو راستانه شوي هېوادوال په ټولنه کې د کار کولو وړ وګرځي.
د کډوالو سرپرست وزیر دغه راز د اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ له وزارتونو غوښتي چې په خپلو چارو او تړونونو کې دې راستنو شویو کډوالو ته لومړیتوب ورکړي او د کلیوالي اقتصاد پياوړتیا ته دې پام وکړي.
په یاده ناسته کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالمنان عمري ویلي، چې یو شمېر راستانه شوي کسان ادارو ته د دندو په موخه معرفي شوي دي او زياته کړې یې ده «راستانه شوي هېوادوال د کرنې، مالدارۍ، صنعت، سوداګرۍ او همدرانګه په اداري برخو کې د پام وړ مهارتونه او ځیني په دیني او عصري علومو کې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې لري.»
پر دې سربېره د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي ویلي، چې دغه وزارت به د خپل پنځه کلن پلان له مخې هر کال زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره کړي او راستنو شویو کډوالو ته به د کوچنیو کاروبارونو پر رامنځته کولو تمرکز ولري.
ښاغلي عزیزي زیاته کړې، سرپرست حکومت د اړتیا وړ ځمکه د صنعت او سوداګرۍ وزارت په واک کې ورکړې چې صنعتکارانو ته به ورکړل شي.
د معلوماتو له مخې د ناستې په پای کې راستنو شويو هېوادوالو ته د کاري فرصتونو چمتو کولو په موخه د یادې کمېټې د چارو ګړندۍ کېدو او اغېزناک فعالیت لپاره شوي وړانديزونه وارزول شول او د یو شمېر موضوعاتو په هکله پرېکړې شوي.