د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي آسیا چارو د عمومي رئیس محمد رضا بهرامي او کابل کي د ایران سفیر علي رضا بېکدلي سره کتلي.

کورنیو چارو وزارت وایي، دې کتنه کې د نشه یي توکو پر وړاندې د ګډې مبارزې، د ایران او افغانستان پر پولو د همکارۍ د پیاوړتیا په اړه مفصلې خبرې اترې وشوې.

وزارت زیاتوي، چې دواړو خواوو دغه راز د سیمې پر امنیت، ثبات او د تفاهم له لارې د مسایلو پر حل ټینګار وکړ.

ښاغلي حقاني ویلي، چې افغانستان له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره د متقابل درناوي پر بنسټ ولاړې ښې اړیکې غواړي؛ ځکه چې په سیمه کې نا امني د هېچا په خیر نه تمامېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version