د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې لوګر ولایت مرکز پل علم، څرخ، برکيبرک، خروار، او ازرې ولسوالیو کې ۲۷ لرغونې سیمې کشف او د لرغونو سیمو په ملي ډیټابیس کې ثبت شوې دي.
د دغه وزارت د لرغون پېژندنې ریاست مسؤلینو ویلي، چې د لومړنیو څېړنو له مخې دغه سیمې د باختري-یوناني او اسلامي دورو پورې اړه لري.
