د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له لوري نن (پنجشنبه، د زمري ۹مه) د لوګر ولایت په محمدآغه ولسوالۍ کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې چارې پيل شوې.
د اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې لهمخې، ښاغلي برادار د دغې پروژې د کار پېل د لوګر ولایت او په ټوله کې د افغانستان د اقتصادي ودې له پاره ښه فرصت وباله او زیاته یې کړه، چې د دغو پروژې په بشپړېدو سره به په دغه ولایت کې د برېښنا د کمښت ستونزه تر یوې کچې راکمه، صنعتي فعالیتونه به زیات او ګڼو هېوادوالو ته به کاري فرصتونه برابر شي.
ښاغلي برادر زیاته کړې، چې د دې پروژې په تطبیق سره به په لوګر ولایت کې اقتصادي فعالیتونه زیات او د محمد اغه صنعتي پارک د برېښنا ستونزه هم حل شي.
خبرپاڼه زیاتوي، دا پروژه چې د لوګر ولایت په محمدآغه ولسوالۍ کې پلي کیږي دوه برخې لري چې یوه یې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید دستګاه جوړول دي، چې ټولټال ۲۸ میلیونه ډالره لګښت پرې راځي. د دې پروژې بله برخه د ۱۲۶ مېګاولټ امپیر سبسټېشن جوړول او د برېښنا د انتقالي لین غځول دي چې ۷ میلیونه او ۶۰۰ زره ډالره لګښت لري.
ټاکل شوې د دې پروژې چارې به په ۱۸ میاشتو کې بشپړې شي، چې ورسره به د سیمې ۴۰ زره کورنیو ته به د اړتیا وړ برېښنا برابره او د محمداغه د صنعتي پارک د برېښنا د کموالي ستونزه حل شي.