‌د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، د دوی د راټول کړيو ارقامو د تحلیل، له‌مخې د روان کال په سرطان میاشت کې د خوراکي توکو په بیو کې ۰.۱ سلنه ټیټوالی راغلی او دا ټیټوالی ۸.۴ سلنه د بېلابېلو وچو او تازه مېوو او ۴.۴ سلنه د بېلابېلو سبزیو په بیو کې دی.

د يادې ادارې د خبرپاڼې له مخې همدا راز د غیرخوراکي توکو په بیو کې هم ۳.۳ سلنه ټیټوالی ښکاري چې ۳.۳ سلنه په جامو او البسې او ۱.۹ سلنه یې د کور د توکو او وسايلو په بیو کې ټیټوالی راغلی دی.

‌د سرچينې په خبره د بيو د ټيټوالي له امله د لګښتي توکو د بیو د شاخص میاشتنی پړسوب هم ۰.۳ سلنه ټیټوالی ښيي.

د احصایې او معلوماتو ملي اداره زياتوي، چې د تېر کال په پرتله د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانیو په ارزښت کې هم ۱.۹ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version