د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، په لوگر کې د ۳.۴ مېلیونه افغانیو په ارزښت شل کړۍ څاهگانې گټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
له یاد وزرات څخه په ځپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، یادې څاهگانې د لوگر په مرکز، برکيبرک او محمداغې ولسوالیو کې جوړې شوې، چې ۸۴۰ کورنۍ به ترې گټه اخلي.
یاد وزارت د سیمې له اوسېدونکو غوښتي، چې د څاهگانو ساتنې او څارنې ته پوره پام وکړي.
اوسمهال د هېواد په گڼو سیمو کې د کوچنیو چکډیمونو سربېره د پاکو اوبو سلگونه څاهگانې تر کار لاندې دي، چې چارې به یې ډېر ژر پای ته ورسېږي.
په هېواد کې د څو کلنې سختې وچکالۍ او د اوبو د کچې ټیټېدو له امله په ډېرو سیمو کې خلکو پاکو اوبو ته لاسرسی نه درلود؛ خو د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، سږ کال په پام کې لري چې د هېواد په گڼو سیمو کې د پاکو اوبو څاهگانې وکني.