د لوگر ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په خروار ولسوالۍ کې د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او گټه‌اخیستنې ته سپارل شوې ده.

د لوگر له ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، یاده شبکه د خروار ولسوالۍ په طاوس‌خېلو کلي کې جوړه شوې، چې ۲۹۲ کورنیو ته یې د څښاک پاکې اوبه برابرې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، په دغه شبکه ۴مېلیونه، اته سوه زره او ۴۷زره افغانۍ لگښت راغلی.:«یوه حلقه د اوبو څاه د ۱۵۰متره په ژوروالي، چې ٣٠ تختې لمریزې برېښنا ښیښې لري، یو باب ذخیره چې د ٦٠ متره مکعب اوبو وړتیا لري د ٩ میاشتو په موده کې بشپړه او گټه‌اخیستنې ته وسپارل شوه.

د لوگر د کلیو او پراختیا او بیارغونې رئیس محمد قاسم راشد له ځايي خلکو غوښتي، چې د ټولگټو پروژو سمه ساتنه او پالنه وکړي.

نوموړي ویلي، دغه شبکه د یونیسف په مالي مرسته جوړه شوې، چې سلگونه کورنیو ته به د څښاک پاکې اوبه برابروي.

د یادونې وړ ده چې د اوبو رسولو دغه ډول شبکې په مرکز پل‌علم او برکي‌برک ولسوالۍ کې هم پلې شوي دي.

د کلیو پراختیا او بیا رغونې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په ټول هېواد کې د څښاک د پاکولو اوبو رسولو گڼې شبکې گټه اخیستنې ته سپارل شوي او د بېلابېلو همکارو موسسو په مالي ملاتړ د گڼو شبکو چارې روانې دي، چې په بشپړېدو سره به یې زرگونه کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version