لیکوال: محمد فیصل

د لوی افغانستان اصطلاح له امو سینده تر اټک پورې هغې خاورې ته کارول کېږي چې بنسټ یې احمد شاه بابا ایښی و او افغانان یې متحد او یوې واحدې جغرافیه کې راټول کړي وو.

وروسته د بې کفایته افغان واکمنو او بهرنیو دسیسو له امله، له اوسنۍ ډیورنډ فرضي کرښې اخوا، د افغانانو خاوره د کابل له حاکمیته ووته او لومړی سکانو، بیا برتانوي هند او بیا پاکستان پورې تړلې پاتې شوه.

د پاکستان له جوړېدو وړاندې او وروسته د کابل واکمنو د ډیورنډ فرضي کرښې او له همدې کرښې د اخوا پښتنو مسئله راپورته کړې.

په ۱۹۴۹ کال کې د وخت لویې جرګې ډیورنډ کرښه یوه فرضي کرښه وبلله او ومنل شوه چې افغانستان ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ د رسمي پولې په توګه نه مني.

له هغه راهیسې تر ننه هیڅ افغان حکومت ډیورنډ فرضي کرښه د رسمي پولې په توګه منلې نه ده او له کرښې د اخوا پښتنو ملاتړ یې کړی دی.

افغانستان تل ټینګار کړی چې ډیورنډ د جبر کرښه ده او په دې اړه به پریکړه د فرضي کرښې دواړو خواو ته پروت ولس کوي.

افغانستان کې عام فکر دا دی چې یو وخت به ډیورنډ فرضي کرښه له منځه ځي او لوی افغانستان به جوړیږي او یا به له کرښې اخوا پښتانه د خپل ځان له پاره د پښتونستان په نوم خپلواک هیواد جوړوي.

باچا خان او خان شهید:
خان عبدالغفار خان مشهور په باچا خان او خان عبدالصمد خان مشهور په خان شهید د کوزنیو پښتنو ملتپالو دوه مشهور مشران تېر شوي.

په افغانستان کې لوی شمیر خلک داسې فکر کوي چې ګنې باچا خان او خان شهید د لوی افغانستان جوړېدو یا د پاکستان د ماتولو له پاره مبارزه کړې وه، خو دا کاملاً د دوی له سیاسي مبارزې یو غلط تاثر او ناسم فهم دی.

باچا خان هیڅکله هم د لوی افغانستان خبره کړې نه ده؛ هغه محمد علي جناح ته ورغاړی وتی و، پاکستان یې منلی او د وفادارۍ قسم یې ورکړی و او یوازې د پاکستان دننه یې د پښتنو د حقونو ترلاسه کولو له پاره مبارزه کوله.

باچا خان له پاکستان وړاندې د هند له کانګرس سره اوږه په اوږه د هند د یو ځای پاتې کېدو له پاره مبارزه کوله او یوازې د برتانوي هند د ویش پر مهال یې د ازاد پښتونستان غږ پورته کړ؛ نور یې د پاکستان له جوړېدو وروسته هیڅکله د ازاد هیواد جوړیدو خبره کړې نه ده.

بل خوا، د محمود خان اڅکزي پلار خان شهید هم د باچا خان په څېر هیڅکله د پاکستان د ماتولو یا له افغانستان سره د یو ځای کولو خبره کړې نه ده.

خان شهید ځان یو وطندوست پاکستانی بللی او ټوله هڅه یې دا وه چې له ډیورنډ فرضي کرښې اخوا اوسیدونکي پښتانه د پاکستان دننه په یوه صوبه کې راټول کړي.

خان شهید په ۱۹۶۹ کې یو کنفرانس ته ویلي وو: “د پاکستان پر ضد به د افغانستان د هر اخیستونکي ګام مخالفت وکړم.”

په ۱۹۷۲ کې د افغانستان د وخت د بهرنیو چارو وزیر ویلي وو چې پاکستان بلوچستان په زور سره د پاکستان برخه ګرځولې، خو خان شهید یې دغه خبرې رد کړې؛ د خان شهید مطلب دا و چې د بلوچستان پښتانه په خپله خوښه له پاکستان سره یو ځای شوي دي.

اوس د خان شهید د زوی محمود خان دا خبره چې پښتونخوا د پاکستان برخه ده، کومه نوې او حیرانوونکې خبره نه ده؛ البته د بې خبرو له پاره به نوې وي، خو د فرضي کرښې دواړو خواوو اهلِ مطالعه او د قومپرستو ګوندونو د مشرانو او غړو له پاره بیخي نوې نه دي.

په افغانستان کې په ټولنیزو شبکو کې د محمود خان خبرو ته توند غبرګون مناسب ځکه نه دی چې محمود خان او پلار یې پاکستان منلی، وفاداري ورته لري او ماتول یې نه غواړي.

د لوی افغانستان د جوړېدو مسئله تاریخي او پیچلې مسئله ده او تر ټولو ډیر ګرم په کې د کابل پخواني واکمنان دي، ځکه د کابل د واکمنانو د بې کفایتۍ او ناغیړیو له امله لوی افغانستان په کوچني (اوسني) افغانستان بدل شوی.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version