د ملي دفاع وزارت لوی درستيز محمد فصيح الدين فطرت د ياد وزارت اړوند د جګړه ييزو زده کړو قومندانۍ د لسمې دورې د درې مياشتنيو پوځي، فکري او عقيدتي زده کړو څخه د ۷۰۰ تنه منسوبینو فراغت غونډې ته په خپله وينا کې ويلي چې، هڅه کوي د هېواد اسلامي ملي اردو په پوځي او فکري زده کړو سربېره په پرمختللو وسلو او تجهيزاتو سمبال کړي.

ښاغلي فطرت په خپلو خبرو کې زياته کړې چې، د اسلامي اردو جوړول او تعلیمات له ګاونډيو او نورو هیوادونو سره د جنګ لپاره نه، بلکې د خپل هېواد د سرحداتو او اسلامي ارزښتونو د ساتنې لپاره دي او په وينا یې له ګاونډيو هېوادونو او نړیوالو سره د زور او جنګ اراده نه لري او د خبرو او مصالحې له لارې له ټولو سره تعامل غواړي.

لوی درستيز د خپلې وينا په دوام ويلي «د جنګ اراده نه لرو خو که څوک د زور او زیاتي هڅه وکړي، داسې ځواب به ورکړو لکه درې نورو ابر قدرتونو ته مو چې مخکې ورکړی دی».

د یادونې وړ ده چې، فارغ شويو ۷۰۰ تنو منسوبينو ته شرعي زده کړې، نبوي سیرت، بدني روزنه، غرختنه، پوځي تکتیکونه، چیک پاینټ، د سپکو او درنو وسلو کارول، حقوق، سواد زده کړه، جمع نظام او صحي برخو کې زده کړې ورکړل شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version