ځایي سرچینې وایي، د خېبر پښتونخوا لکي مروت ولسوالۍ شهباز‌خېل اډې سیمه کې د پاکستاني پولیسو پر لېږدوونکي موټر چاودنه شوې.

د پاکستاني رژیم ځایي امنیتي سرچینو ویلي، چې د چاودنې له امله د یوه افسر په ګډون پنځه پولیس ټپیان شوي دي.

د برید مسؤلیت کومې ډلې نه دی منلی، خو په یاده سیمه کې پاکستاني طالبان حضور لري او تر دې وړاندې یې د ورته بریدونو مسئولیت منلی دی.

د ویلو ده چې خیبر پښتونخوا کې پر پاکستاني پولیسو د بریدونو له شدت سره‌ هم‌مهاله باوري سرچینو له خپلو پوستو د پولیسو د تېښتې راپورونه هم ورکړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version