لیکوال او شنونکي، میوند محمد جمال پر خپله فېسبوک پاڼه د یوه پیغام په خپرولو سره له خلکو غوښتي، چې په ټولو ولایتونو کې د پاکستان پر وړاندې د افغان پوځ پرېکنده بری ونمانځي.

نوموړي ویلي، چې هر هېواد د بريا جشن نمانځي او زموږ له حکومت او ملت دواړو غوښتنه دا ده، چې سبا د افغانستان په ټولو ولايتونو کې د خپلو سرتېرو سره اوږه په اوږه جشن ونمانځي.

ښاغلي جمال د پاکستان پر وړاندې د افغان پوځ غوڅ بری په معاصر تاريخ کې بې ساری بللی او زیاته کړې یې ده، پاکستان په دغو کلونو کې له افغانستان څخه داسې ګوزار نه و خوړلی؛ «چې دا خبره يوه بريا ده!»

ځواب پریږدئ

Exit mobile version