مالیې وزارت ویلي، چې د اسلامي امارت د مشرتابه له پرېکړې سره سم یې د تېر حکومت د پاتې یو شمېر بهرنیو بنسټونو له پاتې پورونو یې ۲.۷میلیارده افغانۍ پور ورکړل شوی دی.

د مالیې وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغو بهرنیو بنسټونو څخه نړېوال بانک ته څه کم ۹۱۰ میلیونه افغانۍ اسیایي بانک ته نږدې ۱.۹ میلیارده افغانۍ بېرته ورکړل شوې دي.

د یاد وزارت خبرپاڼه زياتوي چې، روان ۱۴۰۳مالي کال یې د یو شمېر بهرنیو بنسټونو د پورونو د ورکړې په موخه له ملي بودجې یوه اندازه پیسې ځانګړې کړې، چې د پور ورکوونکو بنسټونو له غوښتنې او د حکومت د رهبري له لارښوونې سره به یادو بنسټونو ته ورکړل شي.

خبرپاڼه همداراز زياتوي چې، تېرو درېیو کلونو کې اسلامي امارت له هیڅ بهرني هېواد یا بنسټ څخه پور نه دی اخیستی، بلکې هڅه کوي له تېر څخه ورپاتې پورونه هم له شوي قرار داد سره سم بیرته ورکړي، تر څو افغانستان د هیڅ کوم بهرني هېواد یا بنسټ پوروړی پاتي نه شي.

د یادولو ده، چې تر دې وړاندې د افغانستان برېښنا شرکت هم څلورو ګاونډیانو هېوادونو ته د وارداتي برېښنا له درکه د تېرې ادارې ۶۲۷ میلیونه ډالر پور ور خلاص کړ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version