د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې، سپينې ماڼۍ اعلان کړی چې متحده عربي امارات غواړي د راتلونکو لسو کلونو په موده کې په امريکا کې ۱.۴ ټریلیونه ډالره پانګونه وکړي.

د سرچينې په خبره، سپينې ماڼۍ دا اعلان په تېرو څو ورځو کې له ډونالډ ټرمپ سره د متحده عربي اماراتو د ځينو چارواکو له ليدنو وروسته وکړ.

ټاکل شوې په امريکا کې د متحده عربي اماراتو له لوري دا ۱.۴ ټريليونه ډالره پانګونه به د مصنوعي ځيرکتیا، زېربناوو، انرژۍ، او د تولیدي کارخونو د جوړولو په برخه کې ترسره شي.

سرچينه زياتوي چې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د دې پانګونې د رسمي تړون لاسليک ښايي په همدې مياشت کې ترسره شي.

د يادونې وړ ده چې، تر دې وړاندې سعودي عربستان هم دغه هیواد ته د ټرمپ د يوه سفر په بدل کې په امريکا کې د يو ميليارد ډالرو پانګونې اعلان کړی وو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version