د هېواد د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي له خپل قزاقستاني سیال مرات نورتلیو سره په کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، اقتصادي همکاریو، سیمه‌ییزو فرصتونو، ترانزیټي پروژو او د سیاسي تفاهم پر زیاتوالي خبرې کړي.

بهرنیو چارو وزارت وایي، ښاغلي متقي په ‏دې کتنه کې د افغانستان په اړه د قزاقستان له مثبت دریځ مننه کړې او هیله یې څرګنده کړې چې د سیاسي او اقتصادي تعامل د لا پراختیا په خاطر له رامنځته شویو فرصتونو مثبته استفاده وشي.

نوموړي زیاته کړې، چې قزاقستان له هغو هېوادونو څخه دی، چې له پیل راهیسې یې‏ د افغانستان اړوند رغنده دریځ غوره کړی او اوس وخت رارسېدلی چې دا مثبت تعامل په پیاوړو او دوامدارو اوږد مهالو همکاریو بدل شي، تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ باور او شراکت لا پراخه شي.

له بل لوري د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان له امنیت څخه ډاډ څرګند کړی او زیاته کړې یې ده، چې په پام کې لري له افغانستان سره د سیاسي اړیکو، اقتصادي او علمي همکاریو ته پراختیا ورکړي.

نوموړي د خبرو پر دوام ټینګار کړی، چې هېواد یې غواړي په اوږد مهال کې د افغانستان په ثبات، ترانزیټ، د خوړو، امنیت او په ټوله کې په هر اړخیز پرمختګ کې مثبت رول ولوبوي.‏

ځواب پریږدئ

Exit mobile version